1. السلام علیکم
    آئی ٹی استاد ڈاٹ کام وزٹ کرنے کا شکریہ۔ ہم آپکو خوش آمدید کہتے ہیں۔ فورم کے کسی بھی حصے کو استعمال میں لانے جیسے پوسٹنگ کرنے، کوئی تھریڈ دیکھنے یا لکھنے کسی بھی ممبر سے رابطہ کرنے کے لئے اور فورم کے دیگر آلات وغیرہ کا استعمال کرنے کے لئے آپکا رجسٹر ہونا ضروری ہے۔ رجسٹر ہونے کے لئے یہاں کلک کریں۔ رجسٹریشن حاصل کرنا بالکل آسان اور بالکل مفت ہے۔

" سپیلنی "

Discussion in 'Pashto' started by PRINCE SHAAN, Mar 9, 2013.

  1. " سپیلنی "

    د سپرلی خکلے موسم وو، د غرمے یوہ بجہ وہ
    گاڈی کھے روان ووم تلمہ تلمہ مزدورئ پسے
    سوچ کھے م اتنڑ د وسوسو او سوداگانو وو
    پانڑے پانڑے خیال م منتشر پہ ھواگانو وو
    چوک کھے اشارہ سرہ شوہ او گاڈے رو شان اودریدو
    گیر چاپیرہ ما اوکتل ھر طرف تہ گاڈی وو
    ما وے خکاری داسے چہ د خار ھلک مالدارہ دی
    خیٹہ باندے خہ ماڑہ لباس کھے وضعھ دارہ دی
    ناگھانہ ما د خپل نظر واگے راٹینگے پہ یو پیغلہ کڑے
    ما یو غنم رنگھ شان جینئ د لرے ولیدہ
    حسن وو ادا وہ د خکلا د کلی خانہ وہ
    خداۓ خبرچہ چا دا جدا کڑے د خپل زانہ وہ
    تورہ شان شلیدلے لوپٹھ ئ پہ سر کڑے وہ
    نیمہ ئ پہ اوگو وہ نیمہ نیمہ ئ پہ سر کڑے وہ
    خپو کھے ئ شلیدلے شان چپلے اچولے وے
    غاڑے تہ ئ زڑہ شانے بوجئ زوڑندہ کڑے وہ
    یو لاس کھے نیولے یو ٹیمگے د سپیلنو ڈک وو
    بل لاس کھے یو خڑ خیرن ببوزے تاوھلو دے
    دے بہ سپیلنی لوگے کول د ھرچا گاڈی تھ
    دے د دوہ روپو دپارہ تور او سپین تھ نھ کتل
    دے بہ د ھر چا نظر ماتو د سپیلنو پھ دود
    دا بہ چا رٹلہ چا بہ ورکڑے لاس کھے دوہ روپئ
    چا بہ ورتہ وے چہ لوگی مھ کوہ چشمان ترخئ
    دے بہ زان کونڑ کڑے وو پہ خپلھ بے عزتئ باندے
    دے بہ صبر کڑے وو پہ خپلہ غریبئ باندے
    ناگھانہ سترگے ئ زما سرہ سلور شولے
    ما ورتہ د لاس پھ اشارہ کھے آواز وکڑلو
    دا پہ منڈہ منڈہ زما خوا لہ پہ امید راغلھ
    غلے م د گاڈی سرہ اودریدہ غمگینھ شان
    وے کڑہ یو ادا راتھ مسکا کھے یو غریبھ شان
    ما خپلھ شیشھ خکتھ کڑہ رو مے ورتہ وکتل
    ما ورتہ د خپل احساس تارونھ غلی وچیڑل
    ما ورتہ وے، تا چرے خپل زان تہ نظر کڑے دے
    تا خزان لوٹلی گلستان تہ نظر کڑے دے
    تا چرتہ زڑو جامو کھے خپل زان خیستھ کڑے دے
    تا چرتہ پہ مینہ مینہ چا نہ زڑگے وڑے دے
    تا چرتہ دے خپلو تورو سترگو تھ کتلی دی
    تا دا خپل بانڑہ د مینے جنگ کھے ازمائیلی دی
    تا د خپلو سپورو سپورو سنڑو کمسئ کڑی دی
    تا پہ دے مارانو باندے چرتہ سوک خوڑلی دی
    تہ د خپل قدم د ناز انداز پہ اندازہ رسے
    تھ د خپل لیمہ غیگ کھے پرتہ پہ یو غمزہ رسے
    تہ د مظلوم لور ئ غریبی درنہ چاپیرہ دہ
    تا نہ پہ دے ساندو کھے نغمہ د خکلا ھیرہ دہ
    ما ورتہ وے واچوہ یو سو دانے ٹیمگی دے
    ووھھ ببوزے پہ لوگو دے دومئ گرمھ کڑہ
    دے زر پہ بوجئ کھے لاس ورخکتہ سپیلنو تھ کڑو
    چونگ دانے ئ راوویستے ٹیمگی کھے ئ ور لڑہ کڑے
    زر ئ زما گاڈی تہ دننہ کڑہ لوگی ئ کڑہ
    ما ورتہ د لاس پھ اشارہ کھے ووے ماتہ نہ
    یہ د خپل خائست نہ بے خبرہ لیونئ جینئ
    یہ د غریبئ تندر نیولے یہ سپوگمئ جینئ
    یہ د غزالہ سترگو غزالہ غرسنئ جینئ
    یہ د مور نیازبینے د بابا د زڑہ کلئ جینئ
    خپل زان تہ ئ لوگے ھسے نہ چہ د نظرہ شے
    ھسے نہ پہ وریز کھے رانہ گیرہ یہ قمرہ شے
    دے چہ دا زما خبرے واوریدے راغونڈہ شوہ
    زر زما د خوا نہ دا روانہ پہ یو منڈہ شوہ
    ما زر جیب تہ لاس کڑو ما وے راشہ لیونئ جینئ
    دغہ زما وس دے راشہ واخلہ دوہ روپئ جینئ ،،
    ناگھانہ دغہ وخت کھے سرہ اشارہ شنہ شولہ
    دا ھم پہ خندا د دوہ روپو پہ لیدو شنہ شولہ
    گاڈے مے روان شو دے د گاڈی سرہ منڈہ کڑہ
    لاس مے رو وروغزو روپئ مے ورلہ ورکڑلے
    ما ورتہ د گاڈی پھ وروستئ شیشہ کھے اوکتل
    دے راتہ د ورایہ د وخکی پہ گٹ کھے وخندل
    لاس ئ پہ تندی کیخود سلام ئ راتہ وکڑلو
    لاڑلہ پہ بل گاڈی د باز پھ شان غوٹہ شولھ
    پورتہ مے د سترگو نہ بے وارہ یو شیبہ شولہ
    رو مے د آسمان طرف تھ اوکتل او ومے وے
    بس خو د قسمت د ویشہ زار شم سہ بہ نہ ویمہ
     
  2. Net KiNG

    Net KiNG VIP Member

  3. نمرہ

    نمرہ Supper Moderator

    nice sharing
     
  4. PakArt

    PakArt May Allah bless all Martyre of Pakistan Staff Member

    :AA3:
    Hajj day mubarak to all muslims around the world.
    Posting please share again something different.
    اتنی اچھی پوسٹ کے اشتراک کا بہت بہت شکریہ
    thank for sharing.
    :BKBA
    :Nice:
    :Jazak Allah:
    [​IMG]
    [​IMG]
     
  5. IQBAL HASSAN

    IQBAL HASSAN Management

Share This Page